Banner

دلويې پکتيا شاعران( څلورمه برخه)

27.08.2007 14:21

نـــــوم         :  تاج ولي
تخلص         : لائيل
د پلارنوم     :  وزيرمحمد
زوکــړه       : ١٣٦٤  لېږديز لمريزکال
زده کړه       : زده کوونکى
ولايت         :   خوست
ولسوالي      : مرکز - متون
کلى            : لنډۍ

                    غزل
راشه څنډ ورکړه پيکي تــه بيا به درومې
اور مې واچوه زړګي تــــه بيا به درومې
ستا د پـــــــاره خو په  ستړې لاره راغلم
راشه  نن مازيـــــــګري ته بيا به درومې
ليلا زه دې پــــه دا يوۀ  عادت مين يـــــم
لاس دلاندې کړه  منګي ته بيا به درومې
صبر وکړه هسې نـــــــه چې په نظر شې
اور دې ورکړم سپېلني ته بيا بــه درومې
ستـــــــا د لاسه لېونى شولو جانـــــــــانه
ديدن راوړه «تاج ولي» ته بيا به درومې

نــــــوم         : فضل وزير
تخلص          : هيله من
د پلارنوم      : عبدالرحيم
زوکــړه        : ١٣٥٤ لېږديز لمريز کال 
زده کړه        : د خوست پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل
ولايت          : خوست
ولسوالي       : نادر شاه کوټ
کلى             : کپړى

چاپ شوي اثار: د ډنمارک هېواد د نوموتي ليکوال هانس کرسټيان  انډرسن د لنډو کيسو پښتو ژباړه.
 نا چاپ اثار: د لنډو کيسو يوه ټولګه .

نـــــوم         : ميرولي جان
تخلص         : لکڼوال
دپلارنوم       : خفيف ګل
زوکــړه       : ١٣٥٥ لېږديز لمريز كال 
زده کړه       : د حقوقو پوهنځي فارغ التحصيل
ولايت         :خوست
ولسوالي       : مركز متون
چاپ شوي اثار     : نه لري
نـــــا چاپ اثـار     : دبېلا بېلو  ټولنيزو موضوع ګانو(سکالوګانو)په هکله يوه شعري ټولګه.
         د خيال کوترې
د غــــزل ښــــــاپېرۍ مـــړه وه
د غــــزل ښــــــاپېرۍ مـــړه وه
د غــــزل ستـــــــورى ويــــده و
د الــــــــهام  دروازې بـــــــندې
د شاعــــــر ژونـد و بې  خونده
نـــــــــه د مينې تـــــلوســــه وه
نــه پـــــــه مينه کې کوم شورو
څـــــــه عجيبه خامــــــوشي وه
د شــــــاعر ژوندون خاموش و
نـــه ښکلا  راتلـــــــه په سترګو
نــــه لــــــيلا پــــــــــه منزلونو
د شــــــاعــــــر د خيال کوترې
مـــــات وزرې رپـــــــېدلـــــې
د غـزل کــاروان خامـــــوش و
نــــــه هــــــم توري د غزل وو
ټول ژونـــدون زهــــــر قاتل و
نــــــــــه د مينې وې خبـــــرې
د الهام ښـــــاپېرۍ مـــــــړه وه
فکر نـــــاست د زړۀ  په کورو
نـــه پــــــه مينه کې کوم شورو
د شــــــاعــــر ژوندون پېغورو
رڼاګـانـــــې تــــورې شپې وې
هـــــم د خيال  مــــاتې وزرې
نـــــــــه د ژونــــد سره لذت و
نــــه د فــــــــــــکر دنياګۍ وه
چــــــې اروا مــــې شوه ميېنه
لــــږدمينې په خوند  پوى شوم
چې شاعرشوم لږڅه پوىشوم
هــــــــــم مې فکر پرواز وکړ
د غـــــزل ښــــــاپېرۍ راغلې
تــوري توري يې راټول کړل
مـــــرغــــــــلرې قيمتي شوې
هلــــــه پوى شوم چې دا واړه
بـــــرکت د شــــــــاعـرۍ و
بـــــر کت د شــــــاعـرۍ و

نــــــوم        :شمس الدين
تخلص         : شمس
دپلارنوم      :رحيم الدين
زده کړه      : تر شپږم ټولګي پورې
ولايت         : خوست
ولسوالي      : دوه مانده
کلى            : درګۍ
چاپ شوي اثار   : نه لري
نــــاچــاپ اثار    : د ۳۵۰ شعرونو په شاوخوا كې يو چاپ ته چمتو غونډ .
                     پګړۍ
ميراث خورو ځـنې يـــــې ورکه ابدالي پګړۍ ده
نن چې کږه يې پـــــه سر ايښې رواجي پګړۍ ده
اوس يې  اولاد پــــه خپله خاوره قدر نــــه پيژني
ګنې بــــابــــــا يې په سر کړې تر ډيلي پګړۍ ده
پـــــــــه تېرې نام زلفو يې مه ږده بى ادب زلميه
دا خو هندي روايت نـــــــــه دى افغاني پګړۍ ده
زمــــوږ پګړۍ خو د ملالې په ټکري پګړۍ دي
څو يې د ننګ ټکري په سردي دټکري پګړۍ ده
«شمسه» بدلې کـــکـــــرۍ شوې که پګړۍ بدلې
يـا که مو خاورې د شېر شاه اوهوتکي پګړۍ ده
نــــــوم        : امير سبحان
تخلص         : نوراني
د پلارنوم      : محمد سبحان
زوكړه         : ۱۳۵۸ لېږديز لمريز كال
ولايت         : خوست
ولسوالي       : تڼي
كلى            : نريزي
چاپ شوي اثار  : نه لري
نــاچاپ اثــــار   :  تر ۵۰۰  پورې ډول ډول شعرونه

                الهام پکې ويده دى
سهار پــــکې ويـدۀ دى او مــــــــاښام پکې ويدۀ دى
دروح پــــــــه شانې ښکلى  ګل  اندام پکې ويدۀ دى
د زړونو ميخوران موپکې مړاوې-مړاوې ښکاري
مخموره ميخانه ده هــــر يو جام پـــــــکې ويده دى
د زړۀ شاعـــر يې بيا دي د طواف  جامې اغوستي
د عشق پــــــــه کعبه کـې دى الهام پــکې ويده دى
را نغاړي يې پـــه تورو د شاهي غزل پـه سر کې
د ماتو ګوډو زړونو هــــــــر يو پام پکې ويده دى
د شعـر ښاپېرۍ چې د همــــــزولـــــو سره راشي
لـــــه نوريې (نوراني) راوړي ابهام پکې ويده دى

نـــــوم      : وزيرخان
تخلص      :انتظار
دپلارنوم    : حاجي حبيب جان
زوکــړه    : ١٣٥٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه    : تر شپږم ټولګي پورې
ولايت       : خوست
ولسوالي    : موساخېل
کلى         : هوس کهول
چاپ شوي اثار  :نه لري
نـــاچاپ اثــــار  : يوه شعري ټولګه
                
               حقيقت
حق  باطل  سره بېليږي نــــه دا څه دي
حقيقت تــــه قانع کيږي نـــــه دا څه دي
داسې وخت راغلى دى ورتـه حيران يم
د سبا پته لــــــــګيږي نـــــه دا څـــه دي
لنډه دا چې د غيرت خاونــــدان کم شول
دخپل ورورنه چې خبريږي نه داڅه دي
پـــه قدم د بل روان وي ډېر افسوس دى
په تاريخ د پلار شرميږي نــه دا څه دي
«وزيرخانـه» عجيبه يم  ورتـــــه پـــاتې
يو پــــه بل باندې ځوريږي نه دا څه دي

نـــــوم          :خيال بت خان
تخلص          :حليمي
د پلارنوم      :  کرامت خان
زوكــړه        : ۱۳۶۳ لېږديز لمريز كال
زده كړه       : تر  دوولسم ټولګي پورې
ولايت          : خوست
ولسوالي       : ګربز
كلى            : شيرشي
قـوم            : ګربز
چاپ شوي اثار :نه لري
نـــاچاپ اثــار  : « ترګلولاندې » په نوم يوه شعري ټولګه
             
                په غونډۍ شوه را اوچته
موسکا يې وه پرشونډو سره غوټۍ شوه را اوچته
رڼايې ټول جهان کړ چې سپوږمۍ شوه را اوچته
خندايې ټکــــر ورکړ کـــــــاينات يې مسخر کړل
نن بيا چې مستانـه  پاس په غونډۍ شوه را اوچته
د لمر رڼايې ورکـــه پر جهان خوره شوه سپوره
ســم جوړ  يې قــــيامت و ښاپېرۍ شوه را اوچته
په زړۀ کې يې هيبت د هر ژوندي کړلو خوځنده
پــــــــه شان د اسرافيل لويه شپېلۍ شوه را اوچته
قلم تـه يې ځواک ورکړ چې  اشعار ليکي څپانده
«حليمه»  بـــرکنډو کې شين خالۍ شوه را اوچته

نــــــوم        : محمد بصير
تخلص        : حسن احمدزى
دپلارنوم      : سيد ولي
زوکــړه      : ١٣٦٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : د يوولسم ټولګي زده کوونکى
ولايت         : خوست
ولسوالي      : مرکز - متون
کلى           : کوړيان
قوم            : لکڼ

               د يزدان پر لمن
اوښکو مــې  لارې جوړې کړې د يزدان پرلمن
ترې سازومــــه  يو د مينې لوى کاروان  پرلمن
د ټولو خلکو بې پروا دي نـــــا محدودې اوښکې
د چا غمونــو را ګير کړې د څـــــاروان پر لمن
دا کوم حسين ورتـه په سپينه خوله خندا کړې ده
 چې تل بهيږي نـــــه و چيږي د ګرېوان پر لمن
د«بصير»زړۀ کې خو يوۀ ګل زرغونه کړې ده
تل به يې ساتي که يې سر ځي  د زنـدان پر لمن

نـــــوم         : راکيم خان
تخلص        : بشرمل
د پلارنوم     : وکيل خان
زوکــړه      : ١٣٦٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : زده کوونکى
ولايت       :خوست
ولسوالي    : مركز- متون
کلى         : سپينکي بوړي
قــوم        : لکڼ
                       غزل
پـــــه تېرو څوکو د اغــزو ځم د جانــــان کلي ته
په يبلو پښو ور وړمــه نن څيرې ګرېوان کلي ته
دا نــــــاممکنه ده ، چې بند ما رقيبان کړي ترېنه
د سر پـــــــه بيه بــــه ورځمه د ارمان کلي تــــه
خدايه تر منځ  مو ډېرې زياتې فاصلې دي که نه
ورځ کې بـه لس واره  ورتللى د کاروان کلي ته
داسې ښکاريږي لکــه بالکل چې دې هېره کړمه
پردېس لاليه! څنګه  نه راځې خپل وران کلي ته
پوهېږم نـــه چې مروردى او کـــه څه کيسه  ده
ډېره موده وشوه راځي نه (راکيم خان) کلي تـه

نـــــوم          :  رحيم الله
د پلارنوم      : جيلاني
زوكـــړه       : ۱۳۶۷ لېږديز لمريز كال
زده كړه       : د دوولسم ټولګي زده كوونكى
ولايت          : خوست
ولسوالي       : مرکز - متون
کلى            : لکڼ بديخېل
           
           
           رواجونه مو نيمګړي شول
مينه مـــو نيمګړې ارمانونــــــه مـــــو نيمګړي شول
زړونـــــــه مو نيمګړي وجدانونــه مو نيمګړي شول
چـــــا پسې روان شو او څوک ځـان پسې روان کړو
کلي مــــو نيمګړي رواجونـــــــــه مو نيمګړي شول
د حسن زمـــــــانه شوه هر څوک  حسن پسې ګرځي
ليلا مــو هــــم نيمګړې  بازارونــه مو نيمګړي شول
 هرځاى راڅخه سوال کړي وږي تږي اوبه غواړي
ګلان مـــو هـم نيمګړي چنارونــــه مو نيمګړي شول
دا څنګه زمـانــــه شوه رحم نــــــه لري په زړونوکې
کوڅې مــــــو هم  نيمګړې ديدنونه مو نيمګړي شول
تور د خلکو زړونه دي که تـــه يي «رحيم الله» خطا
فـــکرونـــه مـو نيمګړي  حسرتونه مو نيمګړي شول

نـــــوم        : محمد عارف
تخلص       : عرفي
دپلارنوم     : جلات خان
زوکــړه      : ١٣٦٥ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : زدکوونکى
ولايت        : خوست
ولسوالي     : مركز- متون
کلى          : سپينکي بوړي
قوم           : لکڼ

           د مينې کوڅې
ښايسته  د سرو ګلونــــو بـــــــاغچې غواړم
د بـــلــــــبــــلو اوازې تــــرانې غـــــــــواړم
ساقي څښم يې نن مــې زړۀ دى ورته شوى
د شرابــــو ډک جامـــــــونـــــه پيالې غواړم
زه ښکاري يمه د ښکار سره مې کــــار دى
د اغيار ښکار تـــــه څو غشي ليندۍ غواړم
د پتنګ غوندې خپل  ځـان  وربـاندې سوځم
يـــــــــــاره ! ستا د لاسه اور اولمبې غواړم
د رقيب لـــه  لاسه دلته ژونـــدون سخت شو
زه « عارف» ځان ته د مينې کوڅې غواړم

نـــــوم        : وحيد الله
تخلص        : سيار
دپلارنوم      : ګل نواب
زوکــړه      :  ١٣٦٣ لمريز  لېږديز کال
زده کړه      : د دوولسم ټولګي  زده کوونکى
ولايت         : خوست
ولسوالي      : مرکز متون
قــوم           : لکڼ
کلى           :  بديخېل
         
              افسوس وطنه
وطنه ستا غيرت نــــــارې نــــــه وينم
له خونده ډکې دې نغمې نــــــــــه وينم
چې پــــــــه ګلونــــــــو ښايسته وچمن
د بورا ګــــــانو نندارې نـــــــــــه وينم
دا ستا چې وران ويجاړحالت ته ګورم
ړانده پــــــه شان لارې کوڅې نه وينم
پـــه خپلو وينو باندې سور ښکاريږي
د هر يو ورور لاسونه پښې نـــه وينم
چې مې اوربل کې سره ګلونه کېښول
نن دې دګــلو بــــاغيچې  نـــــــه وينم
پــــه خپله خاوره چې سرونـــــه بايلل
پاس پـــــه قبرونـــو يې جنډې نه وينم
«وحيد الله» چې تېروختونــه ياد کړم
وطنه هـــغــــه ورځې شپې نـــه وينم

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.